ترکي چارواکو د فتح الله ګولن ورور توقیف کړی

ترکي چارواکو په امریکا کې د دیره دیني عالم فتح الله ګولن ورور توقیف کړی دی. ګولن په ترکیه کې د جولای د میاشتې په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.

د ترکیې اناتولیه دولتي خبري آژانس پرون خبر ورکړ چې قطب الدین ګولن په ایزمیر ښار کې د یوه خپلوان له کوره ونیوه.

په خبر کې راغلي دي چې د ترورېزم ضد پولیس له قطب الدین ګولنه تحقیقات کوي.

قطب الدین د فتح الله ګولن په خویندو- وروڼو کې یوازینی کس دی چې د ناکامې کودتا په تړاو نیول کېږي.

ګولن د ترکیې د حکومت پر ضد په کودتا کې لاس لرل رد کړي. د ترکیې حکومت د ناکامې کودتا د عاملانو پرضد د اقداماتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۲زره کسان نیولي او زرګونه نور له دندو ګوښه کړي دي.

دې اقداماتو نړیوال سخت اندیښمن کړي دي.