هند د پاریس موافقه لاسلیک کړه

هند د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس موافقه پرون لاسلیک کړه. هند د مضره ګازونو له لویو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی.

ملګرو ملتونو پرون په یوه بیان کې وویل چې نوې ډیلي د پاریس د موافقې د تصویب اړوند اسناد دې سازمان ته سپارلي دي.

د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس موافقه چې تېر کال په ډیسمبر میاشت کې د ۲۰۰ هېوادونو په ګډون وړاندې شوې، د سونګ د هغو موادو لګښت محدودوي چې د مضرو یا ګلخانه يي ګازونو د تولید باعث کېږي خو دا موافقه وروسته له هغه په عمل کې پلې کیدای شي چې هغه ۵۵ هېوادونه یې لاسلیک کړي چې د نړۍ په سلو کې پنځه پنځوس مضر ګازونه تولیدوي.

هند چې اوس مهال د ټولو مضرو ګازونو په سلو کې څلور اعشاریه پنځه تولیدوي، د نړۍ دوه شپیتم هېواد دی چې دا موافقه تائیدوي.

د مضرو ګازونو دوو لویو تولیدوونکو هېوادونو- امریکا او چین په دې اړه خپله موافقه تېره میاشت ملګروملتونو ته وسپارله.