د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې په یو ترافیکې پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کونړ امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت ازادي راډیو ته وویل، تېر ماښام یو ډاټسن موټر چې له شیګل ولسوالۍ څخه د مادیش درې خواته روان و، له یوې غرنۍ لارې ښویېدلی چې په نتیجه کې یې د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
د اسعداباد د مرکزې روغتون رئیس محمد فاروق سهاک ازادي راډیو ته وویل، د دوی روغتون ته دوه جسدونه او ۱۰ ټپیان راوړل شوي چې وروسته ۲ نورو ټپیانو د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې سا ورکړه.
د ښاغلي سهاک په وینا د پاتې اتو کسانو روغتیایي حالت ډاډمن دی.