افغان حکومت د ګازي بریښنا قرارداد لاسلیکولو پریکړه تائید کړه

افغان حکومت د هېواد په شمال کې د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره د ګازي بریښنا د قرارداد د لاسلیکولو پریکړه پرون تائید کړه.

د جوزجان په مرکز شبرغان کې د بیات د برېښنا له شرکت سره د دې قرارداد د لاسلیک پریکړه د اقتصاد د عالي شورا په پرونۍ غونډه کې وشوه.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په دې غونډه کې د بیات د بریښنا د شرکت د طرحې په اړه بحث وشو او ولسمشر غني وویل، د متخصصانو یوه ډله باید د هېواد په شمال کې د ګاز د ظرفیت د تثبیت په برخه کې هر اړخېزه څېړنه وکړي.

د شبرغان د ګازي بریښنا د پروژې د طرحې له مخې ۵۰ میګا واټه بریښنا به له طبیعي ګازه تولیدېږي.