افغان حکومت د برتانیا یو میلیارد ډالره مرستې د ژمنې هرکلی کړی

افغان حکومت له افغانستان سره د برتانیا د یو میلیارد ډالره مرستې د ژمنې هرکلی کړی.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره د دې مرستې له کبله د بریتانیا له صدراعظمې تریزا مې Theresa May څخه مننه کړې.

بیان د ولسمشر له قوله لیکلي زیاتوي چې د افغانستان حکومت به د بریتانیا دا او د نورو هېوادونو له خوا کیدونکې مرستې په اغېزمن او شفاف ډول د افغانستان د پرمختګ او سولې پر چارو ولګوي.

بریتانیا له افغانستان سره د دې مرستې اعلان په داسې حال کې کوي چې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په نوښت د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو- د اکتوبر په څلورمه او پنځمه په بروکسل کې له افغانستان سره د مرستندویو هیوادونو کنفرانس جوړېږي.