هرات چارواکي: ایران کې ترافیکي پېښې ۱۰افغانان مړه کړي

د هرات چارواکي وايي، د ايران د زاهدان په خواش سيمه کې د يوې ټرافيکي پېښې په نتيجه کې ۱۰ تنه افغانان مړه شوي او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان د ۱۸ او ٢٥ کلونو ترمنځ عمرونه لري چې ډېرى يې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"دوى د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې احتمالاً د کار لپاره ايران ته تللي وو. دوى د لارې په اوږدو کې ټرافيکي پېښه کړې چې ١٠ تنه مړه شوي او ١١ تنه نور يې ټپيان شوي دي. مړي او ټپيان شينډنډ ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي."

د والي وياند وايي، ټپيان ښايي د درملنې لپاره د هرات مرکزي روغتون ته ولېږدول شي.

د دې پېښې د وخت او څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي دي.