د هسپانیا د جنوب یوه ساحلي ښار کې د ګازو ډبې په چاودنه کې لږترلږه اویا کسان ټپیان شوي دي.
دا پېښه په ویلیز مالاګه ښارګوټي کې شوې او د پنځو ټپیانو وضعیت نازک بلل شوی دی.
د ویلیز مالاګه ښاروال وویل، دغه چاودنه ښايي د ګازو ډبې د لیک کېدو له کبله شوې وي.
د ایلپیس ورځپاڼې د خبر له مخې د یوه رستورانت د اشپز د دې کارستاینه شوې چې په پخلنځي کې د اور له لګېدو سره یې مېلمنو ته خبرداری ورکړی و چې له رستورانته ووځي او د هغوی د سخت ټپي کېدو مخنیوی یی کړی دى.