رباني: حکومت باید د کډوالو مسئلې ته جدي توجه وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، که حکومت د کډوالو په مساله کې سستي وکړي، نو له دغه هېواد سره به د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شي.

صلاح الدین رباني د بروکسل غونډې ته د چمتوالي په اړه یې نن د ولسي جرګې غونډې ته معلومات ورکول وویل د نړیوالو ځینې مرستې د افغان کډوالو ستونزې ته د رسېدو په معضله پورې مشروطې شوي دي:

"دغه درک ته په کتو چې افغان کډوال له زیاتو ستونزو سره اروپايي هېوادونو ته رسېدلي، د یو مسوول دولت په توګه له خپلو وګړو باید ملاتړ وکړي، د بروکسل له غونډې د زیاتو مالي لاس ته راړونو لپاره د کډالو ستونزو ته د رسېدو لپاره همکاریو."

له بلې خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر چې د بروکسل غونډې ته د چمتووالي لپاره یې د ولسي جرګې په غونډه کې خبرې کولې وويل، افغان حکومت په بشپړ چمتووالي هڅه کوي چې افغان کډوالو په باعزته خپل هېواد ته راستانه کړي.