زرګونو پاکستانیانو د هند پولې ته نږدې مظاهره وکړه

په زرګونو پاکستانیانو هغه کړکېچ ته په پام سره چې په دې وروستیو کې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې راپورته شوی، د ملتپالنې د ښودلو په ترڅ کې د هند پولې ته نږدې مظاهره وکړه.

اسلام اباد نوی ډیلی په سیمه کې له نافذ شوي اوربند څخه په سرغړونه تورن کړی دی.

دغه مظاهره چې په واګه ښارګوټي کې د ورځې په پای کې د بیرغ د راکوزولو له مراسمو سره یوځای ترسره شوې، په کشمیر کې چې دواړه هېوادونه یې د ملکیت ادعا کوي، د شخړو اهمیت په ډاګه کوي.

په سیمه کې ټینګ شوی دیارلس کلن نازک اوربند په دې وروستیو کې په یوشمېر خونړیو شخړو سره چې دواړه لوري یې ملامتي پر یوبل اچوي ازمایل شوی دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې هندي ځواکونو یووار بیا لمسونکي اقدمات کړي او د بیلې شوې کرښې دې خوا د چمب پرسیمې یې د توپونو او نورو وسلو ډزې کړې دي.

د هند د دفاع وزارت یوه ویاند بیا وویل چې هندي ځواکونو د پاکستاني ځواکونو هغو ډزو ته ځواب ویلی چې په همدې ورځ یې د بېلې شوې کرښې، د هند ترکنټرول لاندې د جمو او کشمیر ایالت د اخنور پرسیمه کړې وې.

هند او پاکستان په خپلو منځو کې درې جګړې کړي چې دوه یې د کشمیر پر سروې.