د راپورونو له مخې د بریتانیا صدراعظمې تیریزا مې سنډي ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې هېواد یې په جرمني کې د راتلونکي کال تر انتخاباتو پورې انتظار نشي ایستلی چې د اروپایي ټولنې د لیزبن د تړون پنځوسمه ماده تطبیق کړي.
د دغې مادې په فعالولو سره له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو رسمي پروسه پیلېږي.
مې دا ژمنه له هغې وینا مخکې وکړه چې ټاکل شوې نوموړې یې نن خپل واکمن محافظه کارګوند ته وکړي.
د غه راز د هغې د ګوند همکارانو او یو شمېر د اروپایي ټولنې مشرانو هم ورڅخه غوښتنه کړې چې دا مسئله تایید کړي چې کله پلان لري چې له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو د پروسې چې د جون د میاشتې په ټولپوښتنه یا ریفراندم کې یې ملاتړ شوی، د پیلولو لپاره دغه ماده عملي کوي.
د بریتانیا صدرا عظمې دغې ورځپاڼې ته ویلې چې دا به د ۱۹۷۲ د اروپایي ټولنې قانون چې بریتانیا پکې داخله شوې او وروسته په اروپایي اتحادیې بدله شوه، لغوه کړي.
هغې وویل، د ملکې په راتلونکې وینا کې به موږ دغه قانون لغوه اعلان کړو او هغه به له ثبت شویو قوانینو لرې کړو.
مې وویل، دا یوځل بیا د یوې خپلواکې او ملي حاکمیت لرونکې بریتانیا لپاره لومړنی ګام دی.
د لیزبن د تړون د پنځوسمې مادې د تطبیق لپاره دوه کاله وخت ټاکل شوی چې په دې موده کې باید یو هېواد د اروپایي ټولنې له غړیتوبه د وتلو پروسه بشپړه کړي.