چارواکي: ارزګان او کندز کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو علمیاتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور نیول شوي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي نن ازادي راډیو ته وویل دا عملیات تېره شپه د مرکز ترینکوټ اړوند د سرچېخلې په سیمه کې شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې وسله وال طالبان د ارزګان په ولایت کې فعاله شوي چې وخت ناوخته د مرکز ترینکوټ په ګډون پر یو شمېر دولتي تاسیساتو وسله والې حملې کوي.

د یو بل خبر له مخې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۶ وسله والو طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

په شمال کې د ۸۰۸ زون د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل محفوظ الله اکبري نن ازادي راډيو ته وویل افغان ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې د تندر اتلس په نامه عملیات پيل کړي او تر هغې به دوام وکړي چې یاده ولسوالي له وسله والو نه وي پاکه شوی.

بل خوا د کندهار د ملي امنیت ریاست د یو خبر پاڼې په خپرولو سره په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسؤل او پر هوايي ډګر د توغندیو د توغوونکي په ګډون د درې وسله والو د نیولو خبر ورکړی دی.

تراوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.