وزیري: افغان او بهرني ځواکونه د هوايي حملو پرهمږغۍ ټینګار کوي

د افغانستان دفاع وزارت د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي حملو پر همغږي ټینګار کوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونه په عملیاتو کې زیاته هڅه کوي، څو ملیکانو ته زیان ونه رسېږي.

هغه زیاته کړه:

"موږ تل دا ویلي چې قاطع ملاتړ ماموریت او افغان هوايي ځواک په همغږي کار وکړي چې تل یې دا کار کړی، زیاته ټینګار پر دې کېږي چې له همغږي پرته یوه هوايي حمله هم ونه شي."

په ورته وخت کې ښاغلی وزیري زیاتوي چې ډېر ژر به د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د پلټنو جزیات له خلکو سره شریکې کړي.

څلور ورځې وړاندې د اچین په ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې ۱۸ تنه ووژل شول او یوشمېر نور ټپيان شول چې په اړه یې بېلابېلې ادعاوې کیږي.