د ننګرهار والي له خپلې دندې استعفی وکړه

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي نن په یوه غونډه کې له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.

ښاغلي کندزي د خپلې استعفا لامل په خپلو کارونو پاتې راتګ وباله او زیاته کړه هغه څه چې لازمه وه او د خلکو غوښتنه ده، ونه شو کړای.

د ملي وحدت حکومت له راتګ څه موده وروسته سلیم خان کندزي هغه وخت د ننګرهار والي ټاکل شوی چې پخواني سرپرست والي عطاالله لودین استعفا ورکړه.

تراوسه په دې اړه جمهوري ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې څه نه دي ویلي.