سیال: د زابل نوبهار کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، تر سلو زیاتو وسله والو تېره شپه د زابل پر نوبهار ولسوالۍ برید کړی او پر مهال يې اولس وسله والو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي چې دغه جګړه تېره شپه یوه بجه پيل شوې او څلور ساعته يې دوام کړی دی.

دده په وینا چې په څلور ساعته جګړه کې څلور وسله وال او یو سرتېري وژل شوی او یوولس وسله وال او يو سرتېري ټپي دی.

سیال زیاته کړه چې د وسله والو شمېر ۱۲۰ تنه وو او پر اویا موټرسایکلونو راغلي و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې يې د یوې هلیکوپټرې د ویشتلو ادعا کړې ده.

ددې ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه دغه هلیکوپټره يې نن سهار د سره سخر په سیمه کي ویشتلې، خو د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر دا ادعا ردوي او وايي چې هلته يې لس وسله وال وژلي.