کندهار کې مظاهره چیانو د پخواني ولسمشر سپکاوی وغنده

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې سلګونو مظاهره چیانو پخواني ولسمشر حامدکرزي ته د توهین په غبرګون کې د کابل ــ کندهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ وتړله.

د مظاهرې ګډونوال احمدالله پوپل ازادي راډیو ته وویل چې تر هغې به لاره بنده وساتي چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له ښاغلي کرزي بخښنه نه وي غوښتې.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وايي چې دواړو لورو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

د جمعې په ورځ د برهان الدین رباني د پنځم تلین په مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي پرضد شعارونه ورکړل شول.

دا کار د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې هم وغندل شو.