زرګونو کسانو د پولنډ د پارلمان مخې ته مظاهره وکړه

زرګونو کسانو د پولنډ د پارلمان مخ ته مظاهره وکړه او د هغې قانوني مسودې د تصویب پر ضد یې خپل اعتراض بیان کړ چې په پولنډ کې به د جنین د سقط مخه نیسي.

دا قانوني مسوده د مړینې د خطر د مخنیوي په خاطر ان د جنسي تېري له امله هم د باردارۍ پر مهال د ښځو له خوا د جنین د سقط مخالفت کوي.

اروپايي ټولنه د ورته قوانینو مخالفه ده.

په وارسا کې د پراخې مظاهرې تنظیموونکي دا قانوني مسوده وحشیانه بولي او وايي که تصویب شي ډېرې ښځې به د دې لپاره چې نه غواړي ماشوم وزیږوي له خطرناکو لارو د هغوی د سقط هڅه وکړي.