هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۹ ملکیان وژلي

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي په لښکرګاه کې د طالبانو له خوا د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې نهه ملکیان وژل شوي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا ملکیان د شنبې په ورځ له مارجې نه لښکرګاه ته روان و چې په لار کې یې د سپرلۍ زرنج رکشا په ماین ختلې او ټول وژل شوي دي.

د بیان له مخې په وژل شویو کې دوه ښځې،درې نارینه او څلور ماشومان شامل دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر طالبان د دې خلکو د وژنې عاملین بولي او وايي چې دا ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.