ننګ: فراه کې د هوايي برید په اړه څېړنې روانې دي

د فراه والي وايي، د افغان هوايي ځواکونو په یوه هوايي حمله کې د ملي اردو د پنځو سرتېرو او د یوه پولیس د وژل کېدو د پېښې په اړه څېړنې تر راتلونکو دوو ورځو بشپړېږي.

اصف ننګ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بالابولوک ولسوالۍ د کنسک په هستوګنې سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده او ستونزمنه ده چې هوايي حملې پکې سمې همغږې شي.

هغه زیاته کړه:

"کشفي ډلې خپل کار پیل کړی او له مرکز او د قول اردو ګډه کاري ډله هم کار کوي څو پیدا کړي چې څه تخنیکي ستونزې وې چې دا پېښه یې له امله رامنځته شوه، ان شاءالله نتیجې یې تر سبا یا بل سبا معلومېږي."

له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت منلې وه چې د افغان هوايي ځواکونو د ناسم کوردینات له امله دا افغان پوځیان د هیلیکوپټرو په راکټي حملو کې وژل شوي دي.

د فراه والي همداراز وویل چې په بکواه کې د افغان پوځیانو په هوايي حمله کې د پنجابي طالبانو د مشر ملا سمیع کشمیري په مشرۍ اولس بهرني طالبان وژل شوي دي.