روسیې د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې هغه ادعاوې رد کړي چې وايي د دوی په هوايي بریدونو کې په تېر کال کې لس زره کسان په سوریه کې وژل شوي دي.
د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف د جمعې په ورځ وویل، موږ د هغه څه په اړه چې په سوریه کې روان دي، د یو داسې سازمان چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، معلومات کره نه ګڼو.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې اټکل کړی چې په سوریه کې په تېر یو کال کې د روسیې په هوايي بریدونو کې ۹۳۶۴ کسان وژل شوي، په دې دوی کې ۳۸۰۴ ملکي وګړي او ۹۰۶ تنه ماشومان دي.
دا سازمان وايي، د روسیې په بریدونو کې همدارنګه د داعش ۲۷۴۶ وسله وال او د نورو یاغي ډلو ۲۸۱۴ کسان وژل شوي دي.
تېر کال د سپټمبر په دېرشمه نېټه روسیې د سوریې د ځواکونو د ملاتړ لپاره په دې هېواد کې هوايي بریدونه پیل کړل.