الکوزی: چين کې د افغاني تولیداتو نندارتون ګټور ګام دی

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونه په چین کې د افغاني تولیداتو د نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې یو ښه فرصت ګڼي.

ددغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل په دغه نندارتون کې د افغانستان سربېره د مرکزي اسیا هېوادونو، ایران، هند او پاکستان سوداګرو هم ګډون کړی و.

ښاغلی الکوزی وایي چې په چین کې په دغه نندارتون کې د افغاني اموالو ۱۲ غرفې ایښول شوي وې چې په کې غالۍ زعفران وچه میوه او قیمتي ډبرې په کې نندارې ته ایښول شوې و.

په دغه نندارتون کې د کرنې او چرګانو د روزنې او د یو شمېر ماشین الاتو د پيرلو په برخه کې هم ځيني قراردادونه لاسلیک شول.