غالب: د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د کجکي بند د دوهم فاز جوړولو تړون له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.

د دغه وزارت د انرژۍ د برخې سلاکار امان الله غالب نن ازادي راډيو ته وویل چې د کجکي بند د دوهم فازله جوړېدو سره به سل میګاواټه برېښنا تولید او په کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې به د استوګنې پر کورونو او صنعتي پارکونو وویشل شي.

هغه زیاته کړه:

"سل میګاواټه برېښنا چې تولیدېږي او په مجموع کې د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۱ اعشاریه پنځو میګاواټو ته رسېږي، دغه برېښنا به د کندهار هلمند او زابل ولایتونو صنعت او تجارت برخو ته وویشل شي."

ښاغلی غالب وایي چې د کجکي د دوهم فاز په جوړېدو سره د اوبو ظرفیت ۲ اعشاریه صفر ۳۴ متر مکعب ته لوړېږي چې ورسره به ۲ لکه ۷۶ زره هکتاره ځمکه خړوبه او کرنې ته چمتو شي.

د کجکي بند دوهم فازبه د ۷۷ په نوم د ترکي شرکت له خوا به په شاوخوا درېیو کلنو کې د دوه سوه میلیونو ډالرو په لګښټ جوړ شي.