رادمنش: امریکا کې د لادرکه شویو سرتېرو پلټنه پیل شوې

د افغانستان دفاع وزارت د هغو درېیو افغان سرتېرو په اړه پلټنې پیل کړي چې په امریکا کې د زده کړو پرمهال لادرکه شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل، له هغو کسانو به هم پوښتنې ګروېږنې وشي چې د ملي اردو د دغو سرتېرو ضمانت یې کړی وو.

هغه زیاته کړه:

"اوس مهال موږ یوه پالیسي هم په دې برخه کې، لرو کومو کسانو چې ددغه سرتېرو تضمین کړي وو، دوی غوښتل کېږي او ترې پوښتنې کېږي، په دې برخه کې زموږ کشفي ارګانونه هم په جریان کې دي او له اړوندو هېوادونو سره اړیکې لرو ترڅو دغه موضوع په راتلونکي کې حل شي."

دغو درېیو افغان سرتېرو د امریکا په یوه پوځي اډه کې زده کړې کولې او دوه ورځې وړاندې د دوی د لادرکه کېدو خبر خپور شو.

دا په داسې حال کې ده چې تردې یوه اوونۍ وړاندې هم د ملي اردو ۷ افغان سرتېري د امریکا له یو شمېر نورو پوځي اډو تښتېدلې وو.