د غازي امان الله روغتون لخوا ۶ څېړنیز کنفرانس جوړ شو

د غازي امان الله خان روغتون لخوا د طبابت په برخه کې علمي او تحقیقاتي شپږم کنفرانس نن په کابل کې جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د دغه روغتون او یو شمېر نورو روغتونونو ډاکټرانو په بېلابېلو موضوعاتو خپل تحقیقات د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د یاد روغتون رئیس ډاکټر حشمت الله نوابي رسنیو ته وویل په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې ورته کنفرانسونو ته د سیمې یو شمېر روغتیا پالان راوغواړي ترڅو له یوه بل سره خپلې تجربې شریکې کړې.

دوی وایي چې د دغه کنفرانسونو له جوړېدو یې هدف دا دی چې روغتیایي متخصصین په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات له یوه بل سره شریک کړي.