چارواکي: د فراه بالابلوک کې پر کمانډو پوځ هوايي حمله شوې

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې تېره شپه پر کمانډو ځواکونو هوايي حمله شوې.

د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد د ازادي راډیو سره خبرو کې تایید کړه چې پر کمانډو ځواکونو برید شوی او مرګ ژوبله هم لري، خو د کره مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

د بالابلوک ولسوال زیاته کړه چې دغه برید پر کمانډو ځواکونو هغه مهال شوی چې دغو ځواکونو تېره شپه غوښتل د دولت پر وسله والو مخالفانو برید وکړي چې یاد ځواکونه د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید سره مخ شوي او بېرته یې شاتګ کړی دی.

له بلې خوا یوه بل امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډيو سره خبرو کې دا تایید کړه چې پر کمانډو ځواکونو برید شوی او ۵ تنه کمانډو په دغه برید کې وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې دا لومړی ځل دی چې پر افغان امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې هوايي برید کېږي.

خو په دې وروستیو کې بهرنیو ځواکونو په ارزګان کې هم د افغان ځواکونو یوه پوسته یې په نښه کړه او د پوستې اته ساتونکې یې ووژل.

همدارنګه تېره اوونۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو هوایې بمبار کړی چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یا یوناما په وینا په دې برید کې ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي دا هوايي حمله په اچین ولسوالۍ کې د یو قومي مشر پر کور شوې، چېرې چې خلک له حج څخه د یو ځايي مشر د راستنېدو هرکلي ته راټول شوي وو.

ځايي چارواکو ویلي چې د برید هدف د داعش وسله وال وو.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه یو پلاوی څېړنه کوي.