ملګري ملتونه د پاکستان او هند ترمنځ منځګړیتوب کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ویلي دي چې د کشمیر په لانجمنه سېمه کې به د هند او پاکستان تر منځ منځګړیتوب وکړي.

تر دې وړاندیز مخکې پرون په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحې لودهي له بان کي مون سره وکتل.

ملیحې لودهي وویل، وضعیت په اټمي وسلو د دوو سمبالو هېوادونو ترمنځ په بېړه مخ په خرابېدو دی، نو د ملګرو ملتونو سرمنشي دي په خپله په دې برخه کې مداخله وکړي.

بان کي مون له دواړو لوریو وغوښتل چې له ډېر صبر او زغمه کار واخلي.

وروسته تر دې چې د سپتمبر په لومړیو کې، په کشمیر کې د هند پر یوې پوځې اډې حمله وشوه او اتلس هندي سرتېرې ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

هند په پاکستان کې مېشت وسله وال تورنوي چې دا برید یې کړی.