امریکا مرکزي نایجر کې د بې پيلوټه الوتکو اډه جوړوي

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، په مرکزي نایجر کې د سل میلیونو ډالرو په لګښت د څارنې د بې پیلوټه الوتکو لپاره یوه موقته اډه جوړوي.

د امریکايي چارواکو په وینا په دې سره د لوېدیځې افریقا له دې هېواد سره مرسته وکړي چې د وسله والو ډلو پر ضد جکړه وکړي او خپلې پولې وساتي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ د قوماندانۍ ویاند د جمعې په ورځ تایید کړه چې د نایجریا حکومت په غوښتنه یې د مرکزي نایجریا په اګادیز ښار کې د بې پیلوټه الوتکو د اډې پر جوړولو کار پیل کړی دی.

دا هېواد هڅه کوي چې د بوکوحرام د سخت دریځې ډلې د هغو بریدونو مخه ونیسي چې له نایجریا څخه د نایجر په جنوبي پوله دې هېواد ته وراوړي.

همدارنګه دا هېواد د شمال په دښتې سیمو کې چې له لیبیا، چاد، الجزایز او مالي سره نږدې پرتې دي د القاعده شبکې سره د تړلو ګرځنده ډلو خلاف هم جګړه کوي.