لودهي: م.م دي د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ کې مداخله وکړي

پاکستان د ملګرو ملتونو پر عمومي منشي بانکي مون ټینګار کړی چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې دې د هندوستان سره ددې هېواد د زیاتیدونکي ترینګلتیا د کمولو لپاره شخصاً مداخله وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې میلحه لودهي د جمعې په ورځ د بانکي مون سره تر لیدنې وروسته وویل دا د سیمې لپاره یوه خطرناکه شېبه ده.

مېرمن لودهي وویل موږ ګورو چې کړکېچ زیاتېږي، که چېرې د پاکستان او هندوستان تر منځ د کړکېچ مخه نیول غواړي نو دا هغه وخت چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي باید قوي مداخله وکړي.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې هندوستان یوه پاکستانۍ وسله واله ډله په هندي کشمېر کې د پوځ پر یوې لېوا په برید تورنه کړه.

د سپټمبر په پیل کې په دې برید کې ۱۸ سرتېري وژل شوي وو.

پاکستان د پنجشنبې په ورځ وویل، په کشمیر کې یې دوه سرتېري د هندي سرتېرو له خوا په نښتو کې وژل شوي دي.

د هندوستان پوځ ویلي دوی د هند او پاکستان تر منځ د کنټرول لاین په اوږدو کې پر ځینو اهدافو چټک هدفي ګوزارونه کړي او هغه بریدونه یې شنډ کړي چې د هندي کشمیر د ښارونو لپاره پلان شوي وو.