ایران کې ۱۴ افغان کډوال په ترافیکي پېښه کې وژل شوي

د راپورونو له مخې په ایران کې دېره ۱۴ افغان کډوال په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا خبر ورکوي چې د ایران په جنوب ختیځ کې په دې ټرافیکې پېښه کې ۱۱ نور افغانان هم ټپیان شوي.

د ایسنا خبر زیاتوي چې دې کډوالو په ایران کې د استوګني قانوني اسناد نه درلودل.

د خبر له مخې دا پېښه پرون سهار هغه مهال وشوه چې دوو پیکپ ډوله موټرو ټکر وکړ.