د افغانستان دفاع وزارت په بېلابېلو عملیاتو کې د یوه طالب قوماندان په ګډون د ۵۷ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل، دا ګډ پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار، کندهار، کندز، بغلان او هلمند په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې همدا راز ۳۵ وسلهوال ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې په دې پوځي عملیاتو کې د هېواد توپچي او هوايي ځواکونو هم برخه درلوده.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.