کري: واشنګټن دې ته نېږدې شوی چې روسیې سره خبرې بندې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، واشنګټن دې ته نېږدې شوی چې په سوریه کې د اوربند په اړه له روسیې سره خبرې بندې کړي ځکه پر حلب د روسیې او د بشارالاسد د رژیم بمبارۍ روانې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل پرون په ټیلفوني خبرو کې د سوریې د رژیم او روسیې بربریت غندلی دی.

سپیڼې ماڼۍ ویلي چې اوباما او مېرکل په حلب کې د ملکي وګړو چې تر نیمايي زیات یې ماشومان دي د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

په حلب کې دوه لوي روغتونونه پرون بمبارد شوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي جنګي جنایت ورته ویلي دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، اوباما او مېرکل منلې چې روسیه په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو او محاصره شوېو سیمو ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسېدو لپاره ځانګړی مسؤلیت لري.