یو شمېر هېوادونو رهبران نن د "پرز" تدفین مراسمو کې برخه اخلي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، د برېتانيې شهزاده چارلس او د یو شمېر نورو هېوادونو رهبران نن د اسرائیل د پخواني ولسمشر او د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي شیمون پرز د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې برخه اخلي.

امنیتي ځواکونو نن په بیت المقدس کې د اسرائیلو په ملي هدیره "مونت هرزل" کې شدید تدابیر نیولي، لارې بندې شوي او زرګونو اضافي پوځي افسران د ښار د امنیت ټینګولو لپاره ګومارل شوي دي.

داسې ګڼل کېږي چې د نړۍ د لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو استازي د اسرائیل د دولت د بنسټ ایښوودونکي، شیمون پرز مړي ته د درناوي لپاره ورشي.

شیمون پرز د چهارشنبې په ورځ د دماغي سکتې له امله د ۹۳کلنی په عمر مړ شو .

د هغه مړی د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل د پارلمان د ودانۍ مخې ته ایښې و.

د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلېنټن هم په هغو کسانو کې و چې پرون د پرز د مړي د کتلو لپاره اسرائیل ته ورسېد.