د امریکا د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیدانو هیلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ ویلي چې د نړۍ په مشرانو کې د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل غوره ګڼي.
هیلري کلینټن پرون پنجشنبې په شیکاګو کې د انتخاباتي کمپاین کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، زما د نړۍ زیات مشران خوښ دي خو تر ټولو زیاته د انګیلا مېرکل علاقمنده یم ځکه فکر کوم چې مېرکل په اروپا کې په ډېرو سختو شرایطو کې د یوې کلکې رهبرې په توګه پاتې شوه.
د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ چې په زغرده یې د مهاجرینو په وړاندې د مېرکل پر ازادو کړنلارو نیوکې کولې ، پرون وویل چې مېرکل د نړۍ غوره رهبره ګڼي.
خو ټرمپ پرون له "انګلېنډ کېبل نیوز" خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې د مهاجرت په اړه د مېرکل له پالیسو لا هم مایوسه دی.