ملګرو ملتونو د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالي په یوه کلي هوایي برید وغانده.
دغه برید چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ کې د چهارشنبې په سهار وشو، ۱۵ تنه وژل شوي او د یوه تنکي ځوان په ګډون ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
پېښه هغه وخت وشوه چې د اچین ولسوالۍ اوسیدونکي د یوه حاجي لیدو ته چې نوی له حج نه راغلی وو، ورغلي وو.