کري: امریکا به د "الاسد" له رژیم سره جګړه کې ښکیل نه‎شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، واشنګټن دې ته نېږدې شوی چې په سوریه کې د اوربند په اړه له روسیې سره خبرې بندې کړي ځکه پر حلب د روسیې او د بشارالاسد د رژیم بمبارۍ روانې دي.

کري دغه راز زیاته کړه چې متحده ایالتونه به د بشارالاسد له رژیم سره په جګړه کې ښکیل نه‎شي.

کري زیاته کړه:

"پوهیږئ، په سیاسي هڅو نیوکه اسانه ده ځکه سخته ده چې ځای یې څه شی ونیسی؟ آیا امریکا غواړي چې له سوریې سره جګړه کې ښکیل شي؟ دا هغه شی نه دی چې فکر کوم پېښ دې شي. موږ له داعش سره په جګړه کې یو او موږ به په دې جګړه کې بریالي کېږو. په دې کې شک نه‎لرم او موږ ستر پرمختګونه لرلي. خو دا بل ډول دی او توپیر لري چې ځان په مستقیم ډول د سوریې په کورنۍ جګړه کې ننباسو چې د بشارالاسد په وړاندې دوام لري."

په دې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې ده چې جان کري له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د ټیلیفون په کرښه د سوریې د حساس وضعیت په باب خبرې کړي دي.