امریکا: هند او پاکستان دې خپلو خبرو کې مثبت بدلون راولي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هند او پاکستان څخه غوښتي دي چې په خپلو خبرو کې مثبت بدلون راولي څو د کشمير پر سر د زیاتیدونکي تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي دا غوښتنه هغه وخت خپره شوه چې هندي ځواکونو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پر وسله‎والو جنګیالیو برید وکړ.

پاکستان ادعا کوي چې په دې برید کې یې هندي ځواکونو دوه سرتیري وژلي دي.

خو هند دا ادعا ردوي او وايي چې وسله‎وال مخالفین يې وژلي دي.