ارزګان چارواکي: وسله‌والو طالبانو د اوبو ۲ کانالونه بند کړي

ارزګان کې چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د اوبو دوه کانالونه بند کړي چې له امله یې زراعتي محصول ۵۰ فیصده کم شوی دی.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل، د لارو د بندېدو له امله بزګران خپل محصولات د خرڅولو لپاره نورو سیمو ته هم نه‌شي لیږدولای.

د لارو بنديدو هم د ارزګان بزګرو ته زیات مالي تاوان اړولی دی.

ارزګان کې له څو اونیو راهیسې امنیتي وضعیت ترینګلی دی.