بروکسل کې د افغانستان په اړه مقدماتي غونډه وشوه

بروکسل کې پرون پنجشنبې د ناټو او اروپايي اتحادیې یو شمېر استازو له افغانستان سره د مالي مرستو د څرنګوالي په اړه مقدماتي غونډه وکړه.

د غونډې ګډونوالو، د افغانستان په اړه په را روان نړیوال کنفرانس کې له کابله د سیاسي ملاتړ د زیاتېدو پر امکان هم خبرې کړي دي.

په بروکسل کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه د راتلونکې اوونۍ په سې شنبې او چهارشنبې جوړېږي چې د افغانستان جمهور رئېس محمد اشرف غني او د اروپايي کمېسیون رئیس ډونالد ټوسک به یې مشري کوي.

اروپايي چارواکي وايي، په‌دې نړیواله غونډه کې ښايي له افغانستان سره پر مالي او سیاسي ملاتړ مهمې پریکړې وشي.