ارزګان چارواکي: کرنیزو محصولاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی

د ارزګان د کرنې ریاست مسؤلین وایي چې د جګړې له‎کبله په کرنېزو محصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالۍ راغلی.

ارزګان چې یو کرنیز ولایت دی د کال ۱۰۶۵۰۰ټنه کرنیز حاصلاتو تولید لري چې په‎کې په ټولیز ډول ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د ارزګان ولایت د کرنې او اوبو لګونې د ریاست مشر زلمي الکو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې وسله‎والو طالبانو د اوبو دوه کانالونه تړلي دي.

دی وایي، د دغه کانالونو تړل کېدو بزکرانو ته سخت زیان اړولی دی.

په دې اړه نور معلومات د شریف الله شرافت په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د شریف الله شرافت راپور