روسیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې وايي، د سوریې حکومت او روسیه دې د سوریې په حلب ښار کې پوځي عملیات بند کړي.
روسیې د سوریې په اړه د امریکا وروستی بیان رد کړی او ژمنه یې کړې چې هوايي ځواک به یې د سوریې د دولتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند جان کربي پرون وویل، که روسیه سمدستي د حلب په شمال کې پوځي عملیات بند نهکړي، نو واشنګټن به له مسکو سره په سوریه کې همکاري بنده کړي.
د کریملین ویاند ډیمیتري پیسکوف نن د کربي خبرې بې معنی وبللې او ویې ویل په سوریه کې د ترورېزم پرضد جګړه دوام وکړي.
ښاغلي پیسکوف زیاته کړه:
"موږ قطعاً نه غواړو له داسې یوه وضعیت سره مخامخ شو چې د واشنګټن د چارواکو په څېرپه خپلو ژمنو کې پاتې راتلل زموږ پر هېواد په لفظي حملو او د ټولو خونړیو ستونزو په خاطر پر روسیې د تورونو په لګولو سره پټ کړو. دا کار سم نه دی او له حقیقت سره سمون نهلري او تر ټولو مهمه دا چې د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې له پرمختګ سره مرسته نه کوي."
پیسکوف وویل، مسکو لاهم د سوریې د بحران د حل لپاره له امریکا سره همکارۍ ته لیوال دی.
په همدې حال کې فرانسې ویلي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړو سره د سوریې په اړه پر یوه نوي پریکړهلیک کار کوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرول نن سهار د پاریس یوه راډیويي چینل ته په دې اړه وویل:
"فرانسه پر هغه پریکړهلیک کار کوي چې اوس مهال یې په اړه خبرې روانې دي. زه نن ماسپښین مهال لندن ته ته ځم څو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هم قانع کړم خو موږ همدا راز له متحدو ایالاتو سره په تماس کې یو څو دا پریکړهلیک په امنیت شورا کې تصویب کړو او هیله من یو چې روسیه او چین به یې هم تائید کړي."
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف نن سهار په حلب ښار کې د مسکو او دمشق د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوې وینا احساساتي غبرګون وباله او ویې ویل چې روسیه د نوموړي څرګندونې د تروریزم له ملاتړ سره انډول ګڼي.
ریابکوف وویل، د ۷ ورځني اوربند لپاره د امریکا پلان د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی ځکه د هغه په وینا دا کار به افراطي ډلو د خپلو لیکو د بیا سمبالولو موقع ورکړي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل چې روسیه هم په سوریه کې د جګړو په بندیدو کې ګټې لري ځکه افراطي ډلې ښايي په سیمه کې له رامینځ ته شوې تشې څخه د روسيې پر اهدافو او حتی د روسیې پر ښارونو د حملو د پلانولو لپاره کار واخلي.