له طالبانو وغوښتل شول څو د سولې پروسې سره یوځای شي

د ملي وحدت حکومت رهبرانو او د حزب اسلامي مشر له وسله‎والو طالبانو وغوښتل چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته وویل چې وسله‎وال طالبان اوس مهال ښه فرصت لري چې له جګړې او سولې یو انتخاب کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"اوس مهال وسله‎والو طالبانو او نور مخالفو ډلو ته ښه فرصت دی چې له موجوده دوو لارو څخه یو وټاکي چې د هغوې انتخاب څه دی."

په همدې حال کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له وسله‎والو طالبانو وغوښتل څو له جګړې لاس واخلي.

دې سره هم‎مهاله د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار چې یادې غونډې ته د ویډو کنفرانس له لارې خبرې کولې له ټولو وسله‎والو مخالفینو وغوښتل څو خپل اهداف له سوله ییزې لارې ترلاسه کړي.

له دې وړاندې هم د افغانستان حکومت له وسله‎والو مخالفینو عوښتي چې له جګړې لاس واخلي او سولې پروسې سره یوځای شي.

د یادونې وړ ده چې له حزب اسلامي سره دغه تړون له څو میاشتو اوږدو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.