عبدالله: د سولې هوکړه‎لیک په پلي کېدو کې به نیمګړتیا رانشي

د حکومت اجرائیه رئیس ډاډ ورکوي چې د سولې هوکړه‎لیک په پلي کېدو کې به هېڅ ډول نیمګړتیا رامنځ ته نه‎شي.

عبدلله عبدالله نن په کابل کې له حزب اسلامي سره د هوکړه‎لیک له لاسلیک وروسته وویل چې د دغې هوکړې عملي کېدو وخت پيل شوی او په‎دې برخه کې هر ګام صادقانه عمل ته اړتیا لري.

ښاغلي عبدالله وویل چې د افغانستان نړیوال متحدین هم هېڅ ډول مخالفت د سولې دغه هوکړه‎لیک سره نه درلود.