په اوکراین کې نن په دوهمه نړیواله جګړه کې د زرګونه یهودانو د ډله ییزې وژنې ۷۵ تلین لمانځل کېږي.
نازي پوځیانو د ۱۹۴۱ میلادي کال د سېپټمبر په ۲۹ مه او ۳۰ مه د کییف ښار په لمنو کې ۳۳۷۷۱ یهودان قتل عام کړل.
د ښځو، ماشومانو او نارینه وو دا ډله ییزه وژنه د هټلر په مشرۍ د جرمني د فاشیستي نظام لهخوا د یهود قوم د لهمنځه وړلو لپاره په سیسټماټیک ډول د ګڼې وژنې لومړنۍ تجربه وه.
د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې په دې سیمه کې تر سل زرو پورې کسان ووژل شول چې یهودان، روما یا جټان، د پخواني شوروي جنګي اسیران او د اوکراین د آزادي بخښونکي غورځنګ جنګیالي پکې شامل وو.
د اوکراین صدراعظم ولادیمیرهرویسمن Volodymyr Hroysman په دې مناسبت پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې دا ټول قربانیان به د خلکو په یاد وي.
په پام کې وه د اسرائیل ولسمشر ریووین ریولین Reuven Rivlin د اوکراین له ولسمشر پیټرو پوروشینکو سره په دې مناسبت په کییف کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي خو د اسرائیل د پخواني ولسمشر شیمون پیریز د مړینې له کبله یې اوکراین ته خپل سفر وځنډاوه.