ځیني مئینان خپل د معشومې نوم لا نه پېژني!

د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی څو مهم خبرونه درته لرو لکه دا خبر چې وايي:

پوهاند ساجد خان د نهم پاس مرجان خان د مشاور په حیث مقرر شو!

یا دا خبر چې:

د چارواکیو دوهم نسل ته د چارواکیت سپارلو ورکشاپ په کار پیل وکړ!

اویا دا خبر:

څو تنو هغو صاحب‎نظرانو ته چې نورو ته ښکنځل کوي، د جرأت مډالونه ورکړل شول!

ورپسې د (بدلې ملغلرې) مرتبان درته خلاصوو او خوندور اچار درباندې خورو.

په پای کې مو د هغه مئین له حاله خبروو چې نه د خپلې معشوقې نوم پېژني، نه يې ځای ورته معلوم دی او نه هم نور معلومات ترې لري.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار