د امریکا فدرالي خزانې رئيسه د سود اندازې زیاتولو ته تیاره ده

د امریکا د فدرالي خزانې رئيسې جېنېټ یلین وویل چې د متحده ایالتو مرکزي بانک د کال تر پایه د سود د اندازې زیاتولو ته تیار دی خو هغه تورونه سم نه‌دي چې ګواکې دې په سیاسي ملحوظاتو د سود د شرحې لوړول ځنډولي دي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ څو ځلي تور پورې کړی چې مېرمن یلین د دې لپاره چې له اوباما او ډیموکراټ ګوند سره د نوومبر د انتخاباتو په ګټلو کې مرسته وکړي، لنډ مهاله سود تقریباً د صفر په حد کې ساتلی دی.

د امریکا د فدرالي خزانې رئيسه جېنیټ یلین د ولسمشر اوباما له لوري ټاکل شوې ده.

ټرمپ پر دې دا تور د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سېپټمبر ۲۶مه له هېلري کلېنټن سره په انتخاباتي مناظره کې ولګاوه.