کانګرس د امریکا ولسمشر له پرېکړې سره مخالفت وکړ

کانګرس د امریکا ولسمشر له پرېکړې سره مخالفت وکړ.

د امریکا ولسمشر د کانګرس دا لایحه رد کړې وه چې د دوه زره لومړي کال د سېپټمبر د یوولسمې نېټې قربانیان دې د سعودي عربستان له حکومته تاوان وغواړي.

د ګانګرس دواړو خونو پرون د اوباما له پرېکړې سره مخالفت وکړ او دا د اوباما د ولسمشرۍ په نېږدې اتو کلونو کې لومړی ځل دی چې کانګرس د ده ویتو شوې پرېکړه ردوي.

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو د اوباما له پرېکړې سره مخالفت وکړ، د دې معنی دا ده چې دا لایحه اوس په قانون بدله شوه.

دا پرېکړه اوباما او په منځني ختیځ کې د هغه پیاوړي متحد سعودي عربستان ته یو سخت ګزار دی.

د امریکا د اساسي قانون له مخې ولسمشر د کانګرس هره لایحه ویتو کولای شي، خو سنا او د استازو جرګه دا حق لري چې له درېیو د دوو برخو په تائید دا رد شوې لایحه هم په قانون بدله کړي.