علماو شورا: مخالفین دې د حزب اسلامي په څېر سوله وکړي

د افغانستان د علماو سراسري شورا د دولت پر ټولو مخالفو وسله‎والو غږ وکړ چې د حزب اسلامي په څېر د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د علماو شورا غړو د چهارشنبې په مازیګر په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره‌یې د سولې د تړون د لاسلیکېدو ملاتړ وکړ.

تمه ده چې نن په ارګ کې ولسمشر هغه سند لاسلیک کړي چې تر دې مخکې د ګلبدین حکمتیار له لوري لاسلیک شوی دی.

د علماو شورا په خپلې اعلامیه کې چې د ولسمشر مخې ته‌یې ولوسته، له دولت مخالفه‎ وسله‌والو وغوښتل چې د حزب اسلامي په څېر د بین‌الافغاني مذاکرو له لارې له شته فرصتونو ګټه واخلي او ستونزې حل کړي.