د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري خبرداری ورکړ، که مسکو او د هغه ملاتړې سوریه، پر حلب ښار بمباري ونهدروي، له روسیې سره به د سوریې په برخه کې ټولې همکارۍ وځنډوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې جان کري دا خبرداری خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته د چهارشنبې په ورځ د ټیلیفوني مکالمې پر مهال ورکړ.
تر اوسه په دې اړه روسیې څه نهدي ویلي.
د روسیې او امریکا له لوري په سوریه کې اوربند وشو خو په وروستیو کې هغه وخت مات شو چې د سوریې او روسیې جټ الوتکو پر حلب بمباري وکړه.