د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د دوهم بريښنا بند مقدماتي کارونه نن پيل شول.
د دې پروژې کار د مراسمو په ترڅ کې په کابل کې پيل شو چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ د وزارت چارواکو په وينا، د پلي کولو مسئولیت يې خصوصي سکتور ته ورکړل شوی دی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني ويلي چې د اوبو دا بند د برېښنا د توليد په هدف جوړېږي.
د دې وزارت چارواکي وايي چې د برق دغه بند د درې سوه میلیونه ډالرو په لګښت د الکوزی شرکت له خوا جوړېږي او قرارداد يې د اوبو او انرژۍ د وزير او د الکوزي شرکت د رئيس تر منځ لاسليک شو.