کېداشي اسلام اباد کې د سارک جوړېدونکې غونډه لغوه شي

د سارک غونډه چې ټاکل شوې ده د پاکستان په اسلام اباد ښار کې جوړه شي، ښايي لغوه شي ځکه بنګله دېش او هندوستان ويلي دوی به په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

ټاکل شوې ده دا غونډه په نومبر مياشت کې جوړه شي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان او بوټان هم پرېکړه کړې ده چې د اتو جنوبي اسيايي هېوادونو په دغه غونډه کې به ګډون نه کوي ځکه اندېښنه لري چې پاکستان په کشمېر سيمه کې د سخت دريځو حملو ملاتړ کوي او د سارک غړیو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

خو افغان چارواکو په رسمي توګه دا خبره تر اوسه نه ده تاييد کړې.

تېره ورځ هندوستان یوه اعلامیه خپره کړه او پاکستان ته يې په اشاره پکې وويل چې د یوه هېواد له خوا د سار غړیو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کېږي.

هندوستان په پاکستان کې پر مېشتو سخت دريځو هم تور پوري کړی چې د هندوستان تر کنټرول لاندي کشمېر کې يې د سپتمبر په اتلسمه پر پوځي اډه حمله کړې وه.

په دغه حمله کې اتلس هندي سرتېري ووژل شول.

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت مرستيال شهريار عالم اسوشيېټډ پريس خبري اژانس ته تاييد کړې چې هېواد يې په اسلام اباد کې کېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي.