د افغانستان ولسي جرګې نن د بهرنیو او کډوالو چارو وزیران خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتي دي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د افغان مهاجرو د ستونزو او د بروکسل د راتلونکې ناستې په اړه د وکیلانو پوښتنې ځوابوي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني وايي چې افغان حکومت به د بروکسل په راتلونکې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې پنځه سندونه وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه:
"ټاکل شوې چې د بروکسل په کنفراس کې افغان حکومت پنځه سندونه وړاندې کړي چې لومړی سند بهیې د سولې او ملي انکشاف سند وي."
ښاغلي رباني همداراز وویل چې نړیواله ټولنه به په دغې ناسته کې د افغان مهاجرو د ستونزو د حل په برخه کې له افغانستان سره د اویا میلیونه ډالرو د مرستې اعلان هم وکړي.
د بروکسل ناسته به د اکتوبر میاشتې په څلورمه جوړه شي.